د ژباړې اهمیت او ارزښت  

Authors

DOI:

https://doi.org/10.61806/jgbhpw24

Keywords:

:ژباړه ،ژباړونکې، متن، ظرا فت او ښکلاوې

Abstract

 لنډیز
ترجمه د عربي ژبې کلمه ده، چې تغېر له یوې ژبې ته د یو مطلب د انتقالولو، د چا سـیرت ،اخلاقو
او نســـب د ذکر کولو په مانا ده او جمعه بڼه یې ژباړې راځي .ژباړه په اصـــطلاح کې د مبدا ژبې
لغـاتو او مفـاهیمو ته د مقصـــد په ژبه کې دقیقو او نږدې معـادلو لغـاتو او مفـاهیمو پیـدا کول او لټون
دی، په دې شـرط، چې د ویونکي اصـلي مطلب ته زیان ونه رسـېږي او د هغه علم په کې سـاتلی
وي. ژبـاړې ژبـه لـه علمي او ادبي پلوه بـډایـه کوي. بـډایـه ژبـه هغـه ده، چې د هرې علمي او ادبي
موضــوع آثار په کې موجود وي او دا کارله ژباړو پرته ناشــونی دی، ځکه ژباړه د علمي، فکري،
ادبي او ټولنیزو تړاونو تر ټولو ښـه وسـیله ده. د همدې ژباړې په مرسـته د نړۍ بېلابېلې ژبې د یو بل
هنري ارزښــتونو اســتفاده کوي او یا د یوبل هنري ضــرورتونه د توان تر حده پوره کوي.ژباړه هغه
هنر یا وړتیاده، چې مانا منځپانګه یعنی ضـروري پیغامونه، معلومات او پوهه پرې له یوې ژبې نه بلې
ژبې ته اړوي. لنډه دا چې علمي او ادبي ژباړه د یوې ټولنې اړتیاده او له اړتیا ســترګې پټول د پاتې
ملتونو نښه ده. نن ورځ پښتو ژبه دې ته اړه ده، چې نوي فکرونه او تجربې له نورو ژبو او فرهنګونو
څخـه په پور واخلۍ. دا څېړنه د مقـالې اصـــولوته په پام ســـره پایلـه، منـاقشـــه، کلیـدي پوښـــتنې او
اخځلیکونه لري، هڅه شـوې چې د ژباړې پر ارزښـت او اهمیت باندې ځان پوه کړو .کار د ژباړو
پرته ناشونې دی، ځکه ژباړه د علمي ،فکري ،ادبي او ټولنیزو تړاو تر ټولو ښه وسیله ده.
کلیدي اصطلاحات :ژباړه ،ژباړونکې، متن، ظرا فت او ښکلاوې 

Downloads

Download data is not yet available.

Downloads

Published

2025-10-13

How to Cite

 د ژباړې اهمیت او ارزښت  . (2025). Pamir Academic & Research Journal , 10(32), 169-188. https://doi.org/10.61806/jgbhpw24