په پښتو ګرامر کې د خپلواک مورفیم (نوم ) جوړښت او دریځ
DOI:
https://doi.org/10.63810/Parj.vo10i35.17Keywords:
ګرامر ، نوم ، حالت، جمله، مورفیمAbstract
په دې څېړنیزه مقاله کې د پښتو ژبې په ګرامر کې د خپلواک مورفیم، په ځانګړی ډول د "نوم" جوړښت، ډولونه، ځانګړتیاوې او نحوی (Syntax) دریځ په علمی ډول څېړل شوی دی. خپلواک مورفیم هغه کوچنی ژبنی واحد دی چې خپله مانا لری او په یوازې توګه کارېدلی شی. نوم د خپلواک مورفیم تر ټولو مهم ډول دی چې د ژبې په جوړښت کې بنسټیز رول لری. په دې مقاله کې د نوم د جوړښت اړخونه (ساده، مرکب، مشتق)، د نوم ډولونه (خاص، عام، جمعی، مجرد، عینی او انتزاعی) او د جملې په دننه کې د نوم نحوی دریځ (فاعل، مفعول، مضافالیه، قیدی حالتونه) په تفصیل سره بیان شوی دی. همدارنګه، د بېلابېلو بېلګو په مرسته د نوم کارونه روښانه شوی دی. پایله دا ښیی چې نوم نه یوازې د مانا انتقال مهمه وسیله ده، بلکې د جملې په جوړښت کې هم اساسی رول لری.
Downloads
