د دروېش دراني د شاعرۍ سبکي او تخنیکي اړخونه

Stylistic and Technical Aspects of Darwish Durani’s Poetry

Authors

DOI:

https://doi.org/10.61806/0scykx24

Keywords:

Technique, Imagery, Darwish, Style, Poet, Poetry.

Abstract

لنډیز

دروېش درانی زموږ د لوی پښتانه ټبر هغه پياوړی ليکوال او شاعر دی چې په ټولو ادبي حلقو کې ځانګړی مقام لري. دی نه يوازې په غزلو کې د ځانګړې لارې څښتن دی، بلکې د نظم په ليکلو کې هم د ګوتو په شمېر معاصرو ناظمانو په ډله کې د ځانګړي ځای لرونکی دی. په شخصياتي لحاظ هم دروېش درانی د پام وړ شخص دی، لکه څرنګه چې دروېش تخلص کوي، په همدې ډول د دروېش صفته شخصيت څښتن دی او لکه د خپل فن او تخليق له رويه چې عاطفي، سوړ او نرم مزاج او ځانګړی سبک لري، په همدا شان د عاطفي، ساړه او نرم خوی له مخه په ټولنې او راشه درشه کې عاطفي، سوړ او نرم چلند ترسره کوي.د دې څېړنې ټولنیزه موخه دا ده چې لوستونکي دروېش درانی وپېژني او  ترڅنګ یې د ده د شاعرۍ له سبکي  او تخنیکي اړخونو څخه خبر شي .د دې څېړنې ارزښت او اهمیت چې د څېړنې له تحلیلي -توصیفي میتود څخه په کې ګټه اخیستل شوې ده ،په دې کې دی چې تر دې دمه دغه موضوع چا د درېش دراني په اشعارو کې نه ده څېړلې .همدې تشې ته په کتو،اړتیا وه چې د څېړنې د ستونزې په توګه وڅېړل شي .د څېړنې موندنې ښیي چې دروېش درانی په معاصرو شاعرانو کې د ځانګړي سبک خاوند دی .د څېړنې پایله هم دا په ډاګه کوي چې دروېش دراني په ځانګړي سبک کې شاعري کړې ده او شعري تخنیکونو یې شاعرۍ ته ځانګړی رنګ او خوند ور بخښلی دی.

بنسټیز ویي: تخنیک، تصویر، دروېش، سبک، شاعر، شعر

Downloads

Download data is not yet available.

Downloads

Published

2026-01-06

How to Cite

د دروېش دراني د شاعرۍ سبکي او تخنیکي اړخونه: Stylistic and Technical Aspects of Darwish Durani’s Poetry. (2026). Pamir Academic & Research Journal , 10(33), 89-106. https://doi.org/10.61806/0scykx24

Similar Articles

You may also start an advanced similarity search for this article.