په پښتو شاعرۍ کې د ازادۍ روح

Authors

DOI:

https://doi.org/10.61806/wgcfrn97

Keywords:

Freedom, Nation, Poetry, Poet, Literature, Love, Spirit

Abstract

 لنډیز
د انسان ښکلا او ښایست په درې شیانو کې دی: لومړی علم، دویم محبت او درېیم ازادي. ازادي
د خدای پاک ډېر لوی نعمت دی. ازادي د ژوند یوه ستره نېکمرغي ده. انسان ازاد زېږېدلی او د
ازاد ژوند کولو حق لري. ازادي د انسان طبعي حق دی، نو ځکه له ازادۍ سره مینه لري. انسان ته
ازاد او خپلواک ژوند تر هر څه غوره ښکاري. د یو ملت تر ټولو ستره سرمایه د هغه ملت ازادي ده.
هوسا، ارامه او پرمختللی ژوند د ازادۍ پر مټ ترلاسه کېږي. په دې څېړنه کې کوښښ شوی ترڅو
په پښتو شاعرۍ کې د ازادۍ روح روښانه شي. د دې څېړنې ټولنیزه موخه دا ده چې لوستونکي
ازادي وپېژني او تر څنګ یې هغه پښتانه شاعران هم وپېژني کومو چې په خپلو اشعارو کې د ازادۍ
موضوع په ډاګه کړې ده. د دې څېړنې ارزښت او اهمیت چې د څېړنې له تحلیلي – توصیفي مېتود
څخه په کې ګټه اخیستل شوې ده، په دې کې دی چې تر دې دمه دغه موضوع چا په اشعارو کې
نه ده څېړلې، نو له دې کبله اړتیا وه چې د څېړنې د ستونزې په توګه وڅېړل شي. د څېړنې موندنې
ښیي چې د ازادۍ موضوع په نورو ژبو کې هم مطرح ده، خو په پښتو شاعرۍ کې درنه برېښي. د
څېړنې پایله هم دا ښیي چې له ازادۍ سره د پښتنو شاعرانو بې سارې مینه پټه پاتې نه ده او د شعر
پر ژبه یې برملا کړې ده.
کلیدي ویي: ازادي، ملت، شعر، شاعر، شاعري، مینه ،روح 

Downloads

Download data is not yet available.

Downloads

Published

2025-10-13

How to Cite

 په پښتو شاعرۍ کې د ازادۍ روح. (2025). Pamir Academic & Research Journal , 10(32), 101-114. https://doi.org/10.61806/wgcfrn97

Similar Articles

1-10 of 18

You may also start an advanced similarity search for this article.