دسليمان لايق په اشعاروکې اخلاقي او وطندوستي روحيه
DOI:
https://doi.org/10.61806/parj.v9i28.41Keywords:
اخلاقي ايډيال، شعري ارتقاء، افکار او هيواد پالنهAbstract
لنډيز
که د پښــــتو ادبياتو ليکلو آثاروته وکتل شي له مبالغې پرته سړی ويلی شي چې داسې سکالو نشته چې د پښتو شاعرانو او ليکوالو دې د شعر او ياهم د نثر په ښکلې ځولۍ کې نه وي رانغاړلي ، هر يوه ترخپلې وسې په يوه او يا هم په ډېرو موضوعاتو باندې د خپل قلم نيلی ځغولي دي ، خپل ولس ته يې يو څه پريښي دي ، د يادولو وړ ده هغه دا چې په پښتو ادبياتو کې بې شمېره سياسي ، اجتماعي ، اخلاقي ،وطندوستي ،انتقادي ، حماسي او فلسفي شعرونه او نظمونه شته او لرويې ، دا چې چا ورباندې کار کړی او هغه يې را ټولې کړي او سپړلي تر يوې اندازې ليدل کېږي ، لکه څنګه چې د سليمان لايق په اشعارو باندې هم په بشپړه توګه چا کار نه دی کړی اوپه خاصه توګه د اخلاقي او وطندوستي روحيه په برخه کې چې د هغه په شعرونو کې هر اړخيزه مفکورې راوسپړي او څېړنه ورباندې وکړي ، نو ما دغه کار ته ملا وتړله تر څو د سليمان لايق په اشعارو کې اخلاقي اووطندوستي روحيه را وسپړم او څــــېــــړنه ورباندې وکړم . نودلته مې وغوښتل چې په دغه څېړنيزه مقاله کې دغه ډول اخلاقي او وطندوستي روحيه چې دسليمان لايق په اشعاروکې دادبيت اوهنريت دجوهر په مټ هويت اواعتبار موندلی وي، چې دفکر اوپيغام ترڅنګ يې دخلکوادبي اوهنري ذوق هم تسکين کړی وي راواخلم اوتشريح يې کړم . خودلته ترهرڅه مخکې غواړم لومړی اخلاقي او وطندوستي اشعارتشخيص اوبيايې وسپړم او ورکې هغه ځلول شوي فکرونه اوپيغامونه به هم جوت کړم چې اخلاقي اووطندوستي رنګ اورڼا يا موخه اومانا ولري ترڅولوستونکي او د ادب مينه وال او په ځانګړي ډول د ادب اوفرهنګ مينه وال ترې سمه ګټه لاسته راوړي.
کليدي کليمې : اخلاقي ايډيال، شعري ارتقاء، افکار او هيواد پالنه
Downloads
