د ماشوم په ښوونه او روزنه کې د کیسو اغېزې
DOI:
https://doi.org/10.63810/Parj.vo10i34.209Keywords:
روزنه ، ښوونه، کیسه ،ماشومAbstract
لنډیز
کیسه د تاریخ په اوږدو کي د خلکو د غوښتنو ، هيلو ، تجربو ، خیالونو او فکرونو هغه ویل شوي یا لیکل شوي څرګندونې دي چې نورو نسلونو ته په زړه پورې او له پند خوند څخه ډکې وي انسان زده کړې ته لیواله دی او د کیسې لپاره یې لیوالتیا په لومړیتوب کې وي، نو دا د کیسې غوښتنه ده. ماشوم په دې هڅه کې وي چې کیسې واوري او تر ډیرې اندازې پورې پکې ګډون وکړي د دې ټکي اصلي لامل دا دی چې کیسه د دوی لپاره یوه نوې ژبه ده. پورتنۍ ځانګړتياوې د کیسو او د کیسو د ویلو ذهني او روانی ارزښت بیانوي چې دا اغېزه له مخکې وختونو څخه تر اوسه پورې څرګنده ده ، نو دا اغیز لکه څرنګه چې ماشوم د کیسې او نړۍ په اړه ژوره اغېزه لري فرانسوی مشهور لیکوال شیلر، د کیسې د ارزښت په اړه ویلی دی: ( زما د ماشومتوب کیسې زما د ژوند حقیقتونو څخه ډیر څه زده کړل)
بنسټیز ویي: روزنه ، ښوونه، کیسه ،ماشوم
Downloads
